د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان له اسلامي امارت څخه د کابل پوهنتون د استاد فیض الله جلال د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی، چې طالبان باید استاد جلال له قید و شرط پرته ژر خوشی کړی.
که څه هم اسلامي امارت تر اوسه د بښنې نړیوال سازمان ته غبرګون نه دی ښودلی خو د استاد جلال د نیولو په اړه یې وضاحت ورکړی دی.
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، استاد فیض الله جلال د تعصب، نظام ضد هڅو او سپکاوي له امله نیول شوی دی.
ښاغلي مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه په دې اړه لیکلي«د جلال په نامه ی ومتعصب انسان د خپلو هغو خبرو د وضاحت لپاره نیول شوی چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خلک د نظام په ضد هڅول او د انسانانو له عزت سره یې لوبې کولې.»
نوموړي زیاته کړې، ړ تر څوپورې بل څوک د استاد او دانشمند!!؟ له ادرسه داسې اوتې بوتې ونه وايي او دچا شخصیت او عزت ته زیان ونه رسوي.
ذبیح الله مجاهد له خپل دغه ټويټ سره د فیض الله جلال په نامه د ټویټر د يوه اکونټ څو سکرين شارټونه هم خپاره کړي.
په خپرو شويو سکرين شارټونو کې د طالبانو او پاکستان د ژورو اړيکو ادعا شوې، د طالبانو لخوا دغه هېواد ته د پریمانه پوځي تجهيزاتو د قاچاق تور پورې شوی او په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو د رييس په ګډون د دوی ګڼ استخباراتي چارواکي د پاکستان جاسوسان ګڼل شوي.
فيض الله جلال ته په منسوبو دغو سکرين شارټونو کې د ډيورنډ کرښې په اړه د پاکستان او طالبانو ترمنځ وروستۍ ناندرۍ نمايشي او طالبانو ته د باور جوړولو هڅه ياده شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل