امریکا: اوس مو سرتېري افغانستان ته د وژلو لپاره نه لېږل کېږي

19 جدی 1400 ساعت 11:09

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په تازه څرګندونو کې ویلي، په تېرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی، چې امریکايي سرتېري د وژل کېدو لپاره افغانستان ته نه لېږل کېږي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په تازه څرګندونو کې ویلي، په تېرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی، چې امریکايي سرتېري د وژل کېدو لپاره افغانستان ته نه لېږل کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بلېنکن په یوه خپاره کړي پیغام کې زیاته کړې، دا لومړی ځل دی، چې امریکايي عسکر د نوي کال جشن په افغانستان کې نه نماځي او د دا د امریکا د حکومت لویه لاس ته راوڼه ده.

بلېنکن وايي، دوی بریالي شول، چې د ناټو شل کلن ماموریت پای ته ورسوي، د تخلیې ماموریت په بریالیتوب سره ترسره شي او زرګونه هغه کسان و ایستل شي چې ژوند یې له خطر سره مخ و.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان پر وړاندې پر خپلو ژمنو ولاړ دي، لا هم بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او امریکا لا هم د افغانستان تر ټولو ستر مرستندویه هېواد دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه به د امریکايي حکومت ديپلوماسي روانه وي او له خطر سره مخ کسانو ایستل به هم ادامه ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146552

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146552/

جمهور
  https://www.jomhornews.com