۰

د اسلامي امارت لوی مشر د فراه له سیمه ییزه چارواکو سره لیدلي

یکشنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۰۶
د افغانستان د اسلامي امارت لوری مشر شیخ هبت الله اخندزاده فراه ولایت ته په سفر تللی او له سیمه ییزه چارواکو سره یې لیدلي دي.
د اسلامي امارت لوی مشر د فراه له سیمه ییزه چارواکو سره لیدلي
د افغانستان د اسلامي امارت لوری مشر شیخ هبت الله اخندزاده فراه ولایت ته په سفر تللی او له سیمه ییزه چارواکو سره یې لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني ویلي، شیخ هبت الله پرون شنبې د مرغومي ۱۸ مه ناوخته فراه ولایت ته تللی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې ښاغلي اخندزاده د دغه ولایت له سیمه ییزه چارواکو او دیني عالمانو سره کتلي دي.

د یادونې ده، چې شیخ هبت الله اخندزاده تر دې وړاندې دوه ځلې کندهار کې هم له چارواکو او دیني عالمانو سره لیدلي، خو واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته له هم په عام محضر کې نه دی لیدل شوی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي