افغان پست شرکت څه باندې ۴۶ میلیونه افغانی عواید راټول کړي

19 جدی 1400 ساعت 13:11

د مخاراتو او ټکنالوژۍ وزارت وایي چې افغان پست شرکت په تېرو یوازې دریو میاشتو کې ۴۶ میلیونه او ۳۹۱ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.


د مخاراتو او ټکنالوژۍ وزارت وایي چې افغان پست شرکت په تېرو یوازې دریو میاشتو کې ۴۶ میلیونه او ۳۹۱ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت په وینا دغه عواید یې د پاسپورټونو، د بهرنیو چارو وزارت تصدیق پاڼو او د الکترونیکي تذکرو د لېږد له لارې تر لاسه کړي دي.

د دغه وزارت په خبره، دا پیسې یې مالیې وزارت ته سپارلې دي او د یاد بانک له لارې به د هېواد ملي بودجې ته لاړې شي.

 د یادونې ده چې یاد وزارت مخکې تر دې هم ویلي وو چې یوازې د موبایلونو د کریډیټ کارټونو د مالیې له لارې یې په میلیونونو افغانۍ عواید راټول کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146559

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146559/

جمهور
  https://www.jomhornews.com