د افغانستان بانک هڅه کوي ډیجټلي بانکداري بېرته فعاله کړي

20 جدی 1400 ساعت 8:57

د افغانستان بانک چارواکي وایي، هڅه کوي د اې ټي اېم او پې او اېس اسانتیاوې او د موبایل په ذریعه بانکداري به بېرته فعاله کړي.


د افغانستان بانک چارواکي وایي، هڅه کوي د اې ټي اېم او پې او اېس اسانتیاوې او د موبایل په ذریعه بانکداري به بېرته فعاله کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد بانک ویاند محمد صابر مومند چې پرون یکشنبې د زمري ۱۹ په یوه غونډه کې د سوداګریزو بانکونو له استازیو سره په غونډه کې د مالي خدمتونو د پراختیا او د پیسو د رایستلو د «ATM» ماشینونو د فعالولو په اړه خبرې وشوې.

نوموړي زیاته کړه، افغانستان بانک یو ځل بیا هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې عادي حالاتو ته د بانکې سکتور د راګرځولو لپاره جدي هلې ځلې روانې دي او ان شاء الله چې ډېر ژر به ښکاره پایلې ترلاسه شي.

د یادونې ده، چې واک ته د طالبانو په رسېدو او د نړیوالو د مرستو له بندېدو سره د افغانستان اقتصاد اغېزمن شوی او مالي سیسټم تر فشار لاندې دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146584

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146584/

جمهور
  https://www.jomhornews.com