د تاجکستان ولسمشر:

افغانستان سره پر پوله باید کلک امنیتي کمربند جوړ شي

21 جدی 1400 ساعت 7:22

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د ټولییز امنیت شورا د غړو هېوادونو په غونډه کې ټینګار کړی، چې د افغانستان سره پر پوله باید کلک امنیتي کمربند جوړ شي.


د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د ټولییز امنیت شورا د غړو هېوادونو په غونډه کې ټینګار کړی، چې د افغانستان سره پر پوله باید کلک امنیتي کمربند جوړ شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه غونډه کې چې پرون دوشنبې د زمري ۲۰ مه د قزاقستان د ستونزې په اړه جوړه شوې وه، په کې د مرکزي اسیا هېوادونو د افغانستان په اړه اندېښنه وښوده ده.

په دغه غونډه کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان و ویل، باید له افغانستان سره پر پوله یو پیاوړی امنیتي کمربند رامنځ ته شي.

نوموړي ادعا کړې، چې د افغانستان په شمالي او شمال ختیځو سیمو کې شاوخوا شپږ زره وسله وال فعالیت کوي، چې د جمعي امنیت غړو هېوادونو ته خطر جوړولی شي.

دی وايي، د روسیې او سیمې د نورو هېوادونو په ګډون باید له افغانستان سره پر پوله پیاوړی امنیتي کمربند رامنځ ته شي، څو د هر ډول ګواښ پر وړاندې د غبرګون وړتیا و لري.

امام علي داسې مهال د پیاوړي امنیتي کمربند خبره کوي، چې همدا اوس هم سلګونه روسي او تاجکستاني سرتېري له افغانستان سره پر پوله په روسي نظامي اډو کې فعالیت کوي او وایي د خپل امنیت د تامین لپاره به هڅه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146615

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146615/

جمهور
  https://www.jomhornews.com