پخواني جهادي او دعوت ګوند مشر استاد عبدالرب الرسول سیاف د افغانستان د خلکو د ګوند له مشر محمد محقق سره لیدلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي سیاف او محقق لیدنه پرون دوشنبې د زمري ۲۰ مه ترکیه کې شوې او دواړو لورو د افغانستان پر روان وضعیت خبرې اترې کړې دي.
محمد محقق د دغه لیدنې یوازې انځور پر خپله فسبوک پاڼه خپور کړی او په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
د یادونې چې د کابل د سقوط څخه دوه ورځې وړاندې استاد سیاف هند ته او محقق پاکستان ته ولاړ چې له هغو ځایو بیا دواړه تریکې ته تللي دي.
د استاد سیاف او محقق لیدنه پر داسې مهال تر سره کېږي، چې وړمه ورځ د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د احمد مسعود او پخواني قوماندان اسماعیل خان سره په تهران کې لیدلي دي.
اسلامي امارت د دغه لیدنې پخلی کړی، خو د خبرو جزیات یې نه دي په ډاګه کړي.
له دغه لیدونو کتنو داسې پرېښي چې ګڼې د سیاسي جوړجاړي په تړاو هڅې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل