اسلامي امارت د ټاپي پروژې د امنیت لپاره ۳۰ زره کسیزه ځواک جوړوي

21 جدی 1400 ساعت 8:24

د افغانستان د اسلامي امارت مسوولین وايي، په پام کې لري، چې د ټاپي پروژې د امنیت لپاره یوه ۳۰ زره کسیزه امنیتي قطعه جوړه کړي.


د افغانستان د اسلامي امارت مسوولین وايي، په پام کې لري، چې د ټاپي پروژې د امنیت لپاره یوه ۳۰ زره کسیزه امنیتي قطعه جوړه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا دغه قطعه به یوازې د هېواد د هغو سیمو امنیت ساتي، چې په کې د ټاپي پروزې د ګازو نل لیکه تېرېږي.

د اسلامي امارت چارواکي د دغه قطعې د جوړېدو خبرې پر داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې افغانستان ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په ګډون یو پلاوی راغلی وو.

دغه پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره د نورو موضوعاتو تر څنګ د ټاپي پروژې په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې اوس په افغانستان کې امنیتي وضعیت دې ته برابر شوی، چې دغه پروژه پیل شي.

اسلامي امارت هم ترکمني لوري ته د دغه پروژې د خوندیتوب ډاډ ورکړی او هیله یې څرګنده کړې، چې دغه پروژه د روان کال په سپټمبر میاشت کې پیل شي.

د یادونې ده، چې د ټاپي پروژه له ترکمنستان څخه پیل، چې له افغانستانه به پاکستان او له هغه ځایه به هند ته وغځول شي.

د دغه پروژې تړون په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د یادو هېوادونو د مشرانو له خوا په عشق آباد کې وشو، چې په ۲۰۱۵ کې یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه او کار پرې پیل شو.

په ترکمنستان کې د یادې پروژې کار پای ته رسېدلی، خو په افغانستان کې یې کار د پرځول شوي حکومت له خوا به ۱۳۹۶ کې پیل شو اما د امنیتي ستونزو له امله له خنډ او ځنډ سره مخ شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 146623

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146623/

جمهور
  https://www.jomhornews.com