چین: امریکا باید د افغانستان کنګل کړې مالي پانګه خوشې کړي

21 جدی 1400 ساعت 9:13

چین وایي، امریکا دې نور د افغانستان د خلکو پر زخمونو مالګې نه پاشي، بلکې ژر تر ژره دې د دغه هېواد کنګل کړې مالي پانګه آزاده کړي.


چین وایي، امریکا دې نور د افغانستان د خلکو پر زخمونو مالګې نه پاشي، بلکې ژر تر ژره دې د دغه هېواد کنګل کړې مالي پانګه آزاده کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت په سخت ژمي کې د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې امریکا دې یو اړخیزه بندیزونه لرې کړي.

کابل کې د چین سفیر وانګ یو نن سه شنبې د زمري ۲۱ مه د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند له قوله پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د امریکا یو اړخیزه بندیزونو د افغانستان خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
 
هغه ویلي«سخت ژمني، واورې او باران د افغانستان د خلکو، چې خواړه او ګرم لباس هم نه لري ژوند نور هم سخت کړی دی، خو له دې سره سره د امریکا ظالمانه او یو اړخیزه اقتصادي بندیزونو د افغانستان لپاره لوی خنډونه جوړ کړي دي.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې په ویلو سره چې د چین خلک د افغانستان د خلکو پر بد وضعیت دردمند دی وايي، که څه هم امریکا له افغانستانه پښې سپکې کړې خو لا هم د اشغال تاثیرات په شدت سره باقي پاتې دي.

ونبین د افغانستان د اوسنی بحراني حالت اصلي مقصر امریکا وبلله او ټینګار یې وکړ، چې امریکا نه باید په یو اړخه بندیزونو سره د افغانستان اقتصادي وضعیت او د خلکو ژوند لا تریخ کړي.

ده زیاته کړې«موږ له امریکا غواړو، چې له خپلو تېروتنو عبرت واخلي، د خپل نړیوال مسوولیت په درک کولو سره د افغانستان مالي زېرمې آزادې کړي او خپل یو اړخیزه بندیزونه ژر تر ژره پای ته ورسوي.»

په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت د نړۍ پر نورو هېوادونو هم غږ کړی او ترې غوښتي یې دي، چې د سیاسي مسایلو په نه پام کې نیولو سره د افغانستان له خلکو سره مرستې وکړي.

چین د افغانستان د مالي پانګې د آزادولو غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې د امریکا د سولې انستېتیوت په یوه راپور کې د ولسمشر جوبایډن له ادارې غوښتي، چې د افغانستان کنګل کړې پسې او مالي پانګه آزاده کړي.

سرچینې ویلي، له افغانستان سره مالي مرستې، د امریکا او نورې نړۍ روابط او دغه راز د دغه هېواد له نوي دولت سره د پاکستان اړیکې به د افغانستان راتلونکې روښانه کړي.

په راپور کې ويل شوي، د پاکستان او افغانستان مثبتې اړیکې کولی شي د دواړو هېوادونو او دغه راز د سیمې له ثبات سر مرسته وکړي.

سرچینې زیاته کړې، یوازې بشردوستانه مرستې نه شي کولی افغانستان له اقتصادي بحرانه وباسي.

د امریکا د سولې انسټیټوټ وړاندیز کړی دی چې امریکا باید د افغانستان کنګل شوې نهه میلیارده ډالر مالي پانګه ازاده او بېرته د افغانستان بانکونو ته ولېږدوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146629

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146629/

جمهور
  https://www.jomhornews.com