د ملګرو ملتونو دوه ادارې د افغانستان په اړه خپل پلانونه اعلانوي

21 جدی 1400 ساعت 10:43

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ او د ګډوالو په چارو کې عالي کمېشنرۍ په ګډه په افغانستان کې خپل عملیاتي پلانونه اعلان کړي.


ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ او د ګډوالو په چارو کې عالي کمېشنرۍ په ګډه په افغانستان کې خپل عملیاتي پلانونه اعلان کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پلانونه به نن سه شنبې د زمي ۲۱ مه د دغه دواړو ادارو له خوا اعلان او په کې به د افغانستان بشري وضعیت ته د رسیدګي او هم په سیمه کې له افغان کډوالو سره د مرستې پر لارو چارو خبرې وشي.

په همدې تړاو یوه غونډه هم جوړېږي، چې په کې به د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالۍ کمېشنرۍ مشر فلیپو ګراندي او په بشري چارو او د بېړنو مرستو د همغږي کولو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس هم ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو ویلي و چې تېر۲۰۲۱م زیږدیز کال یې په افغانستان کې بشري بحران ته د رسیدګې لپاره یو نیم میلیارډ ډالره راټول کړي دي.

د ملګرو ملتونو دغه دوه ادارې پر داسې مهال د افغانستان په اړه خپل ګډ عملیاتي پلانونه اعلانوي، چې د همدوی د معلوماتو پر اساس په افغانستان کې دا مهال څه باندې ۲۲ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146637

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146637/

جمهور
  https://www.jomhornews.com