ناروې:له افغانستان سره مرستې د ټولو ګډ مسوولیت دی

21 جدی 1400 ساعت 10:48

د ناروې د ګډوالۍ شورا سکرتر جنرال جان ایګلیلنډ وايي، له افغانستان سره مرستې د ټولو ګډ مسوولیت دی او باید ادا یې کړي.


د ناروې د ګډوالۍ شورا سکرتر جنرال جان ایګلیلنډ وايي، له افغانستان سره مرستې د ټولو ګډ مسوولیت دی او باید ادا یې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي نن سه شنبې د زمري ۲۱ مه په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی، چې که له افغانستان سره د خوړو د خوندیتوب په چارو کې بېړنۍ مرستې ونه شي، نو بشري اړتیاوې به نورې هم پېچلې شي.

جان ایګلیلنډ چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ نن په افغانستان کې خپل ګډ عملیاتي پلانونه اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146638

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146638/

جمهور
  https://www.jomhornews.com