کار د غنمو په بدل کې کار لړۍ پیل شوه

21 جدی 1400 ساعت 11:50

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې او اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کار په بدل کې پر خلکو د غنمو د وېش لړۍ پیل کړه.


د افغانستان اسلامي امارت د کرنې او اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کار په بدل کې پر خلکو د غنمو د وېش لړۍ پیل کړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لړۍ نن سه شنبې د زمري ۲۱ مه د افغانستان په شپاړسو ولایتونو کې د یاد وزارت له خوا پیل شوه.

زابل، بامیان، پکتیا، ډایکندي، پکتیکا، ارزګان، سرپل، ننګرهار، خوست، میدان وردګ، کندهار، هلمند، فراه او فاریاب هغه ولایتونه دي، چې سر له سبا به په کې په عملي توګه دغه لړۍ پیل شي.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د غنمو د وېش د کمېټې غړي محمد بصیر حقیار وايي، د دغې لړۍ په جریان کې به ۲۱۵۵۹ ټنه غنم په ۱۶ ولایتونو کې د کار بدل کې پرخلکو و وېشل شي.

د یادونې ده، چې وړاندې تر دې د کرنې، اوبو لګولو او مالداری وزارت پر ۴۰ زره کارګرو د غنمو د ویش لړۍ په کابل کې پیل کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146647

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146647/

جمهور
  https://www.jomhornews.com