د افغانستان اسلامي امارت د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان هغه څرګندونې په کلکه رد کړې، چې ویلي دي، د دوی پولې ته څېرمه افغانستان کې ترهګر وجود لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې امام علي رحمان پرون دوشنبې د زمري ۲۰ مه د قزاقستان په اړه د منځنۍ آسیا هېواد یوه غونډه کې ادعا وکړه، چې د تاجکستان پولې ته څېرمه افغانستان کې ۶ زره ترهګر شتون لري.
خو د افغانستان اسلامي امارت په یاده سیمه کې د ترهګرو د موجودیت په اړه د تاجیک ولسمشر امام علي رحمان ادعا رد کړه.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، افغانستان کې د تاجیکستان پولې ته څېرمه د ترهګرو موجودیت یوازې ادعا ده.
نوموړي زیاته کړې، نه یوازې تاجیک پولې ته څېرمه بلکې د افغانستان په هېڅ څنډه کې هم ترهګر فعالیت نه لري.
اسلامي امارت ډاډ ورکړی دی چې له دې وروسته به هېچاته د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې کارول کېدو اجازه ورنه کړي.
د اسلامي امارت مسوولینو ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې امنیت په بشپړه توګه تامین دی او هېڅ ترهګره ډله په افغانستان کې فعالیت نه لري.
جمهورخبري آژانس:کابل