۰

حامد کرزي د امریکا له ځانګړي استازي سره خبرې کړې

سی شنبه ۲۱ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۴۹
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس وېسټ سره تلېفوني خبرې کړې دي.
حامد کرزي د امریکا له ځانګړي استازي سره خبرې کړې
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس وېسټ سره تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر د ښاغلي کرزي مطبوعاتي دفتر ویلي، په دغه تلېفوني مکالمه کې د افغانستان له خلکو سره د بشردوستانه مرستو د تسهیل، له ښوونکو، استادانو او صحي کارکوونکو سره د مساعدت او په افغانستان کې د تعلیم د ودې، ځانګړې توګه د نجونو لپاره د تعلیم د زمینې د برابرولو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.

د ښاغلي کرزي دفتر په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړی.

د یادونې ده چې د افغانستان پخواني ولسمشر تر دې وړاندې هم په خپلو وروستیو مرکو کې له امریکا څخه د افغانستان له نوي دولت سره د تعامل غوښتنه کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې د افغانستان او سیمې د ثبات یوازینۍ لار د افغانستان او نړۍ ترمنځ دوستانه او ښه روابط دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي