امریکا له افغانستان سره د ۳۰۸ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړه

22 جدی 1400 ساعت 8:21

ان بي سي راپور ورکړی، چې امریکا متحده ایالاتو له افغانستان سره د بشري وضعیت د ښه والي په خاطر۳۰۸ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې ده.


ان بي سي راپور ورکړی، چې امریکا متحده ایالاتو له افغانستان سره د بشري وضعیت د ښه والي په خاطر۳۰۸ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه مرسته پرون سه شنبې د زمري ۲۱ مه چې موخه یې د افغانستان د بشري وضعیت ښه والی او د اقتصادي سقوط مخنیوی دی.

د ان بي سي په راپور کې ویل شوي، واشنګټن دغه راز له افغانانو سره د یو میلیون ډوزه کرونا ضد واکسین مرستې ژمنه هم کړې ده چې ډېر ژر به افغانستان ته واستول شي.

د یادونې ده چې مخکې تر دې د امریکا د سولې انسټیټوټ ویلي وو چې یوازې بشري مرستې نه شي کولی دغه هېواد له اقتصادي بحرانه وباسي بلکې امریکا باید په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان څه کم لس میلیارده ډالر مالي پانګه هر څه ژر ازاده او بېرته د دغه هېواد بانکونو ته ولېږدوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146668

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146668/

جمهور
  https://www.jomhornews.com