د کابل پوهنتون استاد فیض الله جلال چې د اسلامي امارت له خوا د پوښتنو ګروېږنو لپاره بېول شوی و د بند څخه خوشی شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي استاد جلال لور حسنا جلال هم د خپل پلار د خوشي کېدو پخلی کړی دی او ویلي یې دي، چې پلار یې د ځینو سیاسي څېرو په منځګړیتوب پرون سه شنبې د زمري ۲۱ مه له بنده خوشی شوی دی.
د یادونې ده، چې استاد جلال د تېرې شنبې په ورځ له خپل کور څخه د طالبانو له خوا ونیول شو.
د هغه د نیونې په اړه وروسته د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وضاحت ورکړ او ویې ویل، چې استاد جلال د نظام څرګندونو او هڅونو او پر ځینو شخصیتونو د تور پورې کولو په خاطر نیول شوی دی.
خو د استاد جلال لور وايي، پلار یې د جعلي ټوېټونو په تور نیول شوی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل