استاد فیض الله جلال له بنده خوشی شو

22 جدی 1400 ساعت 8:56

د کابل پوهنتون استاد فیض الله جلال چې د اسلامي امارت له خوا د پوښتنو ګروېږنو لپاره بېول شوی و د بند څخه خوشی شوی دی.


د کابل پوهنتون استاد فیض الله جلال چې د اسلامي امارت له خوا د پوښتنو ګروېږنو لپاره بېول شوی و د بند څخه خوشی شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي استاد جلال لور حسنا جلال هم د خپل پلار د خوشي کېدو پخلی کړی دی او ویلي یې دي، چې پلار یې د ځینو سیاسي څېرو په منځګړیتوب پرون سه شنبې د زمري ۲۱ مه له بنده خوشی شوی دی.

د یادونې ده، چې استاد جلال د تېرې شنبې په ورځ له خپل کور څخه د طالبانو له خوا ونیول شو.

د هغه د نیونې په اړه وروسته د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وضاحت ورکړ او ویې ویل، چې استاد جلال د نظام څرګندونو او هڅونو او پر ځینو شخصیتونو د تور پورې کولو په خاطر نیول شوی دی.

خو د استاد جلال لور وايي، پلار یې د جعلي ټوېټونو په تور نیول شوی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146673

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146673/

جمهور
  https://www.jomhornews.com