د قریشي ادعا: د افغان جګړې له امله۱۵۰ میلیارد ډالر تاواني شوي یو

22 جدی 1400 ساعت 10:08

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ادعا کړې، چې هېواد یې د افغانستان د جګړې له امله ۱۵۰ میلیارده ډالر زیان لیدلی دی.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ادعا کړې، چې هېواد یې د افغانستان د جګړې له امله ۱۵۰ میلیارده ډالر زیان لیدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې قریشي دغه ادعا د هساپنیې د پارلمان له غړو سره په یوه لیدنه کې کړې او ویلي یې دي، چې پاکستان د افغان جګړې له امله شاتګ کړی او میلیاردونه ډالر زیات لیدلی دی.

دغه راز قریشي دا ادعا هم کړي، چې په پاکستان کې په دې موده کې شاوخوا ۸۰ زره پاکستاني وګړي د افغان جګړې له امله وژل شوي دي.

دی وايي، له دغه ستونزو او زیانونو سره سره پاکستان لا هم هڅه کوي د افغانستان په اړه سیمه ییزه اجماع پیاوړې شي او دلته دایمي ثبات رامنځ ته شي.

پاکستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغانان پاکستان په سیمه او افغانستان کې د جګړو د دوام ملاتړی بولي او په خبره یې د دغه هېواد د ورانکاره پالیسیو له امله افغان لوري ته میلیاردونه ډالره زیان اوښتی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146681

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146681/

جمهور
  https://www.jomhornews.com