مالیزیا: د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره بېړه نه لرو

23 جدی 1400 ساعت 8:23

د مالیزیا د بهرنيو چارو وزير سيف الدين عبدالله وايي، هېواد یې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو برخه کې بېړه نه لري.


د مالیزیا د بهرنيو چارو وزير سيف الدين عبدالله وايي، هېواد یې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو برخه کې بېړه نه لري.

د جمهورآژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله ټینګار کړی، چې هېواد به یې د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره په احتیاط سره پرېکړه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې مالیزیا په دې برخه کې د اسلامي همکاریو د سازمان او نورو نړیوالو بنسټونو پریکړو ته منتظر ده، چې د طالبانو له واکمنۍ سره څه ډول چلند کوي؟

د یادونې ده، چې عبدالله کابو میاشت وړاندې په پاکستان کې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان د غونډې په څنډه کې ویلي و، يوه لويه برخه اسلامي هېوادونه به ژر د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146707

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146707/

جمهور
  https://www.jomhornews.com