د ازبکستان وارداتي برېښنا عادي حالت ته را وګرځېده

23 جدی 1400 ساعت 9:27

د افغانستان د برېښنا شرکت خبر ورکړ، چې له ازبکستان څخه وارداتي برېښنا نن پنشنبې د زمري ۲۲ مه سهار ۷:۰۰ بجې بېرته عادي حالت ته راګرځېدلې ده.


د افغانستان د برېښنا شرکت خبر ورکړ، چې له ازبکستان څخه وارداتي برېښنا نن پنشنبې د زمري ۲۲ مه سهار ۷:۰۰ بجې بېرته عادي حالت ته راګرځېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شرکت ویلي و، د ازبیکستان د تیلي مرجان برېښنا په تولیدي دستګاه کې د تخنیکي ستونزې په رامنځته کېدو سره، ازبیکستان هېواد د برېښنا له کموالي سره مخ شوی وو، چې له همدې امله یاد هېواد افغانستان ته د وارداتي برېښنا کچه هم راټیټه کړې وه.

په ورته وخت کې برېښنا شرکت وایي، له دې وروسته به لنډمهاله پرچاوۍ د برېښنا د کموالي او د مزو د اضافه بارۍ له امله وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146716

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146716/

جمهور
  https://www.jomhornews.com