ایران کې د افغانستان سفارت:مقاومت جبهه د جګړو په لټه کې نه دي

23 جدی 1400 ساعت 9:29

په ایران کې د افغانستان سرپرست سفیر عبدالقیوم سلیماني ویلي، چې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهه په افغانستان کې د جګړو او مقاومت په لټه کې نه دي.


په ایران کې د افغانستان سرپرست سفیر عبدالقیوم سلیماني ویلي، چې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهه په افغانستان کې د جګړو او مقاومت په لټه کې نه دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سلیماني دا څرګندونې به یوه خبري کنفرانس کې کړې او زیاته کړې یې ده، چې په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او مقاومت جبهې د غړو تر منځ تهران کې پنځه ساعته خبرې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، په دې لیدنه کې پر مهمو مسایلو خبرې شوې او مذاکرات په ښه فضا کې ترسره شوي دي.

سلیماني زیاته کړې، مقاومت جبهې ویلي چې دوی په افغانستان کې د جګړې او مقاومت په لټه کې نه دي او په دې هڅه کې دي چې وکړی شي دلته دایمي ثبات او ټول شموله حکومت رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146717

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146717/

جمهور
  https://www.jomhornews.com