د افغانستان اسلامي امارت د بشردوستانه مرستو په تړاو د ملګرو ملتونو د تازه پرېکړې هرکلی کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنیفي وایي دوی د ملګرو ملتونو د هغه پرېکړې هرکلی کوي چې له افغانانو سره خپلې بشردوستانه مرستې ډېروي.
نوموړي ټینګارکړی، چې افغان حکومت په دې پروسه کې د شفافیت غوښتونکی دی.
دی وايي، نړیوالې مرستندویه موسسې په تېره ملګري ملتونه باید د مرستو د تنظیم لپاره د افغان حکومت له ظرفیت کار واخلي.
ښاغلي حنفي ویلي، افغان لوری همدا راز د دې غوښتونکی دی چې مرستې په شفافه توګه او له هر ډول تبعیض پرته پر ټولو اړمنو افغانانو ووېشل شي.
تر اوسه معلومه نه ده چې ملګري ملتونه به د نوي حکومت دې وړاندیز ته څه ځواب ولري، خو تر دې وړاندې یې ټینګار کړی چې د بشردوستانه مرستو په برخه کې د حکومت مداخله نه مني.
جمهورخبري آژانس:کابل