ګورډېن براون: د افغانستان یوه پرېښودل اخلاقي تېروتنه ده

23 جدی 1400 ساعت 9:37

د روغتیا نړیوالې ادارې پخواني استازي او د برېټانیا پخواني لومړي وزیر ګورډېن براون وايي، په دې سخت وضعیت کې افغانستان یوازې پرېښوودل اخلاقي تېروتنه ده.


د روغتیا نړیوالې ادارې پخواني استازي او د برېټانیا پخواني لومړي وزیر ګورډېن براون وايي، په دې سخت وضعیت کې افغانستان یوازې پرېښوودل اخلاقي تېروتنه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بروان ګارډین ته په یوه مطلب کې لیکلي، نړیوال دې اجازه نه ورکوي چې د ۲۰۲۲ میلادي کال په لومړیو اونیو کې د زرګونه ماشومانو ژوند په افغانستان کې له خطر سره مخ شي.

نوموړي زیاته کړې، نړیوالې مرستندویه ادارې باید له افغانستان سره په دې سختو شرایطو کې مرسته وکړي.

بروان ټینګار کړي، چې نړیوال دې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره هڅه وکړي او همدا راز دې د دغه هېواد لپاره د مرستو راټولولو په موخه بېړنی کنفرانس جوړ شي.

د هغه په وینا نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې درامنځ ته شوي بشري ناورین په مخنیوي کې هڅه وکړي او که دا کار په موکه ترسره نه شي نو د راتلونکي ناورین مسوولین به د نړیوالې ټولنې او شتمنو هېوادونو مشران وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146720

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146720/

جمهور
  https://www.jomhornews.com