امریکا:

طالبانو ته مو شرایط روښانه دي، که رسمیت پېژندل غواړي شرایط د ومني

23 جدی 1400 ساعت 10:18

امریکا یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې که غواړي حکومت یې نړیوال مشروعیت پیدا کړي او په رسمیت وپېژندل شي، د امریکا او نړیوالې ټولنې وړاندیز شوي شرایط دې ومني.


امریکا یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې که غواړي حکومت یې نړیوال مشروعیت پیدا کړي او په رسمیت وپېژندل شي، د امریکا او نړیوالې ټولنې وړاندیز شوي شرایط دې ومني.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې د طالبانو له پاره د نړیوالو او امریکا شرایط روښانه دي او طالبان یې باید ومني.
 
نوموړي زیاته کړې، له دې شرایطو یو هم د یوه داسې ټول‌ ګډونه حکومت جوړول دي، چې د ټولو افغانانو استازولي وکړي.
 
ده ویلي«هغه څه چې موږ په ځلونو ویلي او نړیوالې ټولنې هم روښانه کړي، دا دي چې د طالبانو دنده ده چې یو داسې حکومت جوړ کړي چې ټول ‌شموله وي او نه یوازې دا چې د افغانانو استازولي وکړي، بلکې د افغانانو اړتیاوو ته ځواب ویوونکی هم وي.»

پرایس وايي، دا هغه غوښتنه ده چې دوی یې له خپلو نړیوالو شریکانو سره یوځای له نږدې څاري او ګوري چې طالبان یې د پوره کولو څه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146731

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146731/

جمهور
  https://www.jomhornews.com