کابل کې د موټرو د غلا یوه ۹ کسیزه ډله نیول شوې ده

23 جدی 1400 ساعت 10:43

د کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د هغه ۹ کسیزه ډلې د نیولو خبر ورکوي، چې له خلکو یې موټر غلا کول.


د کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د هغه ۹ کسیزه ډلې د نیولو خبر ورکوي، چې له خلکو یې موټر غلا کول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د وزارت په ټوېټر پاڼه لیکل شوي، چې دغه ډله د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند سیمې څخه نیول شوې ده.

یاد وزارت زیاته کړې، دغو کسانو په کابل ښار کې د موټرو غلا په څو قضیو کې لاس درلود او په نیول شویو کې هغه کسان هم شامل دي چې د غلا شویو موترو پېر او پلور کاروبار یې کاوه.

سرچینه وايي، د نیولو شویو کسانو څخه ۱۰ غلا شوي موټر هم ترلاسه شوي او خپلو څښتنانو ته یې تسلیم کړي دي.

د یادو غلو د نیول کېدو خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې وړمه شپه انسان تښتوونکو د تکواندو فدراسیون رییس او د جمهوریت روغتون د عصبي جراحۍ څانګړې ډاکتر نجیب الله سکندرې تښتولی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 146735

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146735/

جمهور
  https://www.jomhornews.com