مرکزي بانک: هېواد ته د اسعارو د واردېدو لپاره ګامونه پورته کړي

23 جدی 1400 ساعت 12:39

د افغانستان مرکزي بانک په یوه اعلامیه کې ویلي، اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې داسې ګامونه پورته کړي، چې ورسره به هېواد ته اسعار وارېد شي.


د افغانستان مرکزي بانک په یوه اعلامیه کې ویلي، اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې داسې ګامونه پورته کړي، چې ورسره به هېواد ته اسعار وارېد شي.

د جمهور آژانس د خبرله مخې مرکزي بانک نن پنشنبې د زمري ۲۳ مه په یوه خبرباڼه کې زیاته کړې، افغانستان ځینې ښه کرنیز توکي لکه زعفران، جلغوزه، انار، انګور او طبي بوټي لري، چې له نړیوال شهرت څخه برخمن دي.

سرچینه زیاتوي، په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت د نېږدې او لرې هېوادونو سره د داسې اقتصادي اړیکو د ټینګولو لپاره ګامونه پورته کړي، تر څو د هېواد صادراتو ته زمینه برابره شي.

مرکزي بانک زیاته کړې، چې د صادراتو په زیاتېدو سره به هېواد ته د بهرنیو اسعارو د وارېدو زمینه برابره شي او په دې سره به د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت هم خوندي شي.

د یادونې ده، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په تېرو کابو پنځو میاشتو کې افغانۍ د بهرنیو اسعارو په تېره بیا د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت کابو ۲۷ سلنه له لاسه ورکړی دی.

د جمهوریت په وخت کې یو ډالر د ۷۸ افغانیو سره بدلېده، خو د طالبانو په راتګ سره افغانۍ په بې سارې ډول خپل ارزښت له لاس ورکړ، چې اوس یو ډالر د ۱۰۵ افغانیو سره بدلېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 146737

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146737/

جمهور
  https://www.jomhornews.com