افغانستان او ترکمنستان په اقتصادي برخه کې ګټورې خبرې کړې

25 جدی 1400 ساعت 8:52

د افغانستان اسلامي امارت چارواکو له ترکمن چارواکو سره په بېلا بېلو برخو په تېره بیا اقتصادي برخه کې ګټورې خبرې اترې کړې دي.


د افغانستان اسلامي امارت چارواکو له ترکمن چارواکو سره په بېلا بېلو برخو په تېره بیا اقتصادي برخه کې ګټورې خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ترکمن چارواکو سره دغه خبرې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ تللي پلاوي کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ پلاوی پرون جمعه د زمري ۲۴ مه له کابله عشق اباد ته تللي دی.

نوموړي زیاته کړې، چې یاد پلاوي له ترکمني چارواکو سره په بېلابېلو برخو، په تېره په اقتصادي برخه کې ګټورې خبرې وکړې چې د ده په وینا دا به د راتلونکو اقداماتو لپاره لاره هواره کړي.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت روانه اوونۍ پر ټویټر لیکلي و چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت معین وفا حاجیوف په هرات کې له خپل افغان سیال شېر محمدعباس ستانکزي سره په کتنه کې ویلي و چې هېواد یې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګاز د نل لیکې یا ټاپي د رغونې کار د سږني کال په سېپټمبر میاشت کې پیلوي.

د ټاپي د رغونې چارې د ۲۰۱۸ کال په فبرورۍ میاشت کې رسمآ پرانېستل شوې خو د دې پروژې تطبیق د امنیتي ګواښونو له کبله تراوسه ځنډېدلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 146758

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146758/

جمهور
  https://www.jomhornews.com