امریکا: ملګري ملتونه او سور صلیب دې له افغانستان سره مرستې ډېرې کړي

25 جدی 1400 ساعت 8:56

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پر ملګرو ملتونو او نړیوال سره صلیب غږ کړي، چې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې ډېرې کړي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پر ملګرو ملتونو او نړیوال سره صلیب غږ کړي، چې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې ډېرې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بلېنکن په یوه ټوېټر کې ویلي، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له مشر او دغه راز د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشر سره یې په افغانستان کې پر روان وضعیت او بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې خبرو کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو پر دوام او د هڅو پر همغږي کولو ټینګار شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، امریکا د افغانستان د خلکو ساتنې او له دوی سره بشردوستانه مرستو ته ژمنه ده او خپلو هڅو ته به ادامه ورکوي.

د یادونې ده، چې بلینکن تېره ورځ هم په یوه مرکه کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو پر دوام او پراختیا ټینګار کړی و.

بلنکن دا څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش پر امریکا غږ کړی، چې د افغانستان کنګل کړې پیسې پرېږدي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146759

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146759/

جمهور
  https://www.jomhornews.com