د امریکا کانګرېس افغانستان کې د پاتې وسلو په اړه وضاحت غوښتی

25 جدی 1400 ساعت 9:07

د امریکا د کانګرېس یو شمېر استازو د دغه هېواد له دفاع وزارت څخه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو څخه پاتې شویو وسلو او مهماتو په اړه راپور غوښتی دی.


د امریکا د کانګرېس یو شمېر استازو د دغه هېواد له دفاع وزارت څخه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو څخه پاتې شویو وسلو او مهماتو په اړه راپور غوښتی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کانګرېس ۲۸ غړو په یوه لیک کې د امریکا هېواد د دفاع له وزارت غوښتي چې په افغانستان کې د امریکایي وګړو په مالیاتو د اخیستل شوو وسلو د برخلیک او کره شمېرو په اړه دې دوی ته راپور ولېږي.

د کانګریس غړي وایي پنټاګون ته یې درې میاشتې د دې چارې لپاره وخت ورکړی و، خو تر اوسه هم په دې اړه راپور دوی ته نه دی رسېدلی.

د امریکا د کانګریس غږو زیاته کړې، د امریکایي وګړو په میلیاردونه ډالرو مالیاتو اخیستل شوې او جوړې شوې وسلې او مهمات په وړیا توګه په افغانستان کې پرېښودل شوي چې دوی ته یې اندېښنې جوړ کړې او باید پنټاګون په دې اړه وضاحت ورکړي.

دا په اسې حال کې ده، چې د امریکا له وتلو څخه وروسته د دغه هېواد مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار ادعا کړې، چې له امریکايي ځواکونو افغانستان کې د ۸۵ میلیارد ډالرو په ازښت وسلې او مهمات پاتې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146764

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146764/

جمهور
  https://www.jomhornews.com