د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتوني ګوترېش د هغه څرګندونو هرکلی کړي، چې له امریکا یې د افغانستان د کنګل کړیو پیسو د آزادېدو غوښتنه کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دا له ډېرې مودې راهیسې د اسلامي امارت غوښتنه هم وه.
ښاغلي مجاهد د ملګرو ملتونو د سرمنشي د دغه څرګندونو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د هغه دغه غوښتنه پر ځای ده.
نوموړي ویلي د ګوترېش څرګندونو ته په اشارې ویلي« د هغه غوښتنه پرځای ده او موږ یې د دې وړاندیز هرکلی کوو چې له امریکا څخه یې د افغانستان د شتمنیو د ازادولو غوښتنه کړې او دا ښيي چې ملګري ملتونه خپلو مسوولیتونو ته متوجه شوی دی. د افغانستان اسلامي امارات د دوی د دې دریځ ملاتړ کوي.»
د یادونې ده، چې ښاغلي ګوترېش وړمه ورځ د مرغومي په ۲۳مه په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې د شااوخوا ۹،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ باید د یو لړ شرایطو له مخې ازادې شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي وو، افغانستان ته باید د نړیوالو مالي مرستې پرېښودل شي، څو د ملکي مامورینو تنخواه ګانې اجرا شي او دولتي ادارې د روغتیا او تعلیم په څېر خدمات وړاندې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل