د تکواندو فدراسیون رئیس نجیب الله سکندر له برمته کوونکو ازاد شو

25 جدی 1400 ساعت 10:06

د افغانستان د اسلامي امارت د المپیک کمېټې مشر نظر محمد مطمین وایي، د افغانستان د تکواندو فدراسیون رئیس نجیب الله سکندر له برمته کوونکو ازاد شو.


د افغانستان د اسلامي امارت د المپیک کمېټې مشر نظر محمد مطمین وایي، د افغانستان د تکواندو فدراسیون رئیس نجیب الله سکندر له برمته کوونکو ازاد شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي مطمین ویلي، چې ښاغلي سکندري د اسلامي امارت د استخباراتو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې له انسان تښتوونکو راخوشی شوی دی.

ښاغلي مطمین په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړی.

په ورته وخت  د تکواندو فدراسیون ویاند ذبیح‌الله شهزاد هم په فېس‌بوک کې لیکلي چې نجیب‌الله سکندر خوشې شو او اختطاف کوونکي نیول شوي دي.

د یادونې ده، چې ښاغلي سکندر د سې شنبې په شپه د شپې د لس نیمو بجو خوا ته خپل کور ته روان و چې د ښار د څلورمې او پنځمې امنیتي حوزې ترمنځ تری تم شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146776

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146776/

جمهور
  https://www.jomhornews.com