کاناډا: له افغانستان سره بشري مرستو ته ژمن یو

25 جدی 1400 ساعت 10:10

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره میلاني جولي وایي، هېواد یې په افغانستان کې د روان بشري ناورین د حل لپاره ژمن دی.


د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره میلاني جولي وایي، هېواد یې په افغانستان کې د روان بشري ناورین د حل لپاره ژمن دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن جولي دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره تر خبرو وروسته په خپله ټوېټر پاڼه کړې دي.

اغلې جولي ویلي له قریشي سره یې پر دې خبرې کړې، چې څنګه دواړه هېوادونه د افغانانو ملاتړ کولی شي او دغه هېواد کې د بشري ناورین مخینوی کېدای شي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتو د بشري چارو د ادارې په وینا، تر دوه ویشت ملیونه ډېر کسان په افغانستان کې د خوراک له کمښت او تر اته نیم ملیونه ډېر له لوږي سره مخامخ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146777

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146777/

جمهور
  https://www.jomhornews.com