د پاکستان دولتي بانک: د افغانستان د مرستې لپاره صندوق نه جوړ وو

25 جدی 1400 ساعت 14:29

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې د دغه هېواد دولتي بانک له افغانستان سره د مرستو د راټولولو لپاره د صندوق له جوړولو ډډه کړې ده.


پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې د دغه هېواد دولتي بانک له افغانستان سره د مرستو د راټولولو لپاره د صندوق له جوړولو ډډه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه بانک ویلي، د عمران خان په مشرۍ دې حاکم ګوند پر خپلې دغې پرېکړې له سره غور وکړي.

ویل کېږي چې د پاکستان دولتي بانک له نړیوالو بندیزونو څخه د وېرې له امله د عمران خان دا غوښتنه رد کړې ده.

د یادونې ده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي وو چې هېواد به یې له افغانستان سره د مرستې لپاره یو مالي صندوق جوړ کړي څو مرستندویه هېوادونه په اسانۍ وکولی شي له دغه هېواد سره مرسته وکړي.

د پاکستان دولتي بانک وروسته تر هغه له دې پرېکړې تېرېږي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ راپور ورکړل شوی دی چې لومړی وزیر د اقتصادي بحران د لا پراختیا مخنیوي په موخه هڅه کوي چې له ای‌ایم‌ایف څخه نور پور واخلي.

خو د عمران خان دې پرېکړې ډېری پاکستانیان غوسه کړي دي.

دوی ویلي چې وطن په کچکول نه ابادېږي او عمران خان دې د خیرات غوښتلو پر ځای پیاوړې اقتصادي پالیسۍ جوړې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146789

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146789/

جمهور
  https://www.jomhornews.com