کرکټ: افغانستان له هالنډ سره د لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

26 جدی 1400 ساعت 9:52

د افغانستان کرکټ بورډ له د هالنډ پر وړاندې د سیالیو لپاره د ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ.


د افغانستان کرکټ بورډ له د هالنډ پر وړاندې د سیالیو لپاره د ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان او هالنډ د ملي لوبډلو تر منځ به درې یو ورځنۍ لوبې د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېتې پورې به د قطر په پلازمېنه دوحه کې روانې وي.

لوبې د حمشت الله شهیدي په لوبډل مشرۍ د وتلو لوبغاړو راشدخان، مجیب الرحمن، ګلبدین نایب او نجیب الله ځدراڼ په ګډون تر سره کېږي.

په دغه نوملړ کې تر ډېره پورې د نورو وتلو ځوان لوبغاړو لکه رحمن الله ګربز، رحمت شاه، عثمان غني، شرف الدین اشرف، فضل حق فاروقي، قیس احمد، ریاض حسن، عزمت الله عمرزي، اکرام علي خېل، شاهدالله کمال، یمن احمدزی او فرید ملک نمونه هم شامل دي.

د یادونې ده، چې دا لوبغاړي د قطر پلازمېنه دوحه کې له دوه اوونیو تمریني کمپ وروسته انتخاب شوي.

د هالنډ پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم دا درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې د کرکټ د نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو په لړ کې دي.

د لوبو ګټل دواړو ټيمونو ته خورا مهم بلل شوي ځکه له همدغسې لوبو به د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته هم ټيمونه لار پیدا کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146810

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146810/

جمهور
  https://www.jomhornews.com