۰
مجاهد:

د نوي کال په پیل کې به ټول ښوونځي د نجونو پر مخ پرانستل شي

یکشنبه ۲۶ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۸
د افغانستان اسلامي امارت وايي، تمه لري، چې د نوي لمریز کال په پیل کې به په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي پرانستل شي.
د نوي کال په پیل کې به ټول ښوونځي د نجونو پر مخ پرانستل شي
د افغانستان اسلامي امارت وايي، تمه لري، چې د نوي لمریز کال په پیل کې به په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي پرانستل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د امارت ویاند او د اطلاعاتو کلتور مرستیال وزیر ذبیح الله مجاهد له اسوشیټېډ پرس خبري آژانس سره په تازه مرکه کې کړې دي.

ښاغلي مجاهد ټینګار کړي، چې اسلامي امارت د نجونو د زده کړو مخالف نه دی او همدا اوس هم په ډېرو سیمو کې په پورته ټولګیو کې د نجونو زده کړې دوام لري.

نوموړي زیاته کړې، چې په ځینو سیمو کې د اقتصادي ستونزو او یا د لایحو له کبله چې باید عملي شي، ښوونځي بند دي.

د اسلامي امارت ویاند ویلي«موږ په هغو سیمو کې چې ګڼه ګوڼه زیاته ده، کار ته اړتیا لرو.»

مجاهد همدا راز ویلي، افغانستان په اوس وخت کې د بشري ځواک له کموالي سره مخامخ نه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي