۰
اسلامي امارت:

د عمران خان له وړاندیزه مننه خو موږ په کافي اندازه کاري ځواک لرو

یکشنبه ۲۶ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۸
د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې ویلي دي، پاکستان به افغانستان ته بشري ځواک ولېږي.
د عمران خان له وړاندیزه مننه خو موږ په کافي اندازه کاري ځواک لرو
د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې ویلي دي، پاکستان به افغانستان ته بشري ځواک ولېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان ادعا کړې وه، چې افغانستان دا مهال د مسلکي بشري ځواک له کمېښت سره مخ دی او دوی غواړي دغه هېواد ته د روغتیا، ټیکنالوژۍ، مالي او حسابدارۍ په برخه کې مسلکي کسان ولېږي.

خو د اسلامي امارت مرکزي ویاند له اسوشېټېډ پرس سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان په کافي اندازه کاري ځواک او مسلکي کادرونه لري او په دې برخه کې د پاکستان مرستې ته اړتیا نه لري.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې د پاکستان له دې وړاندیز مننه کوي، خو افغانستان له دې اړخه پر ځان بسیا دی.

د اسلامي امارت ویاند مني، چې په افغانستان کې ځينې ستونزې شته دي، خو په وینا یې دا په دې مانا نه ده چې دلته کاري ځواک نشته دی.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې د نړۍ نورو هېوادونو هم ورته وړاندیزونه لرلي دي، خو افغان حکومت له دې اړخه پر ځان بسیا دی.

د یادونې ده، چې د عمران خان دغه څرګندونو ته پخواني ولسمشر حامد کرزي هم غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې افغانستان په کافي اندازه مسلکي او کاري ځواک لري او د پاکستان مرستې ته اړتیا نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي