کابل کې چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

26 جدی 1400 ساعت 12:33

امنیتي مسوولین وایي، پلازمېنه کابل کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


امنیتي مسوولین وایي، پلازمېنه کابل کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن یکشنبې د زمري ۲۶ مه د کابل د بګراميو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند جنرال مبین ویلي، چاودنه د سړک د غاړې خښ شوي ماین د طالبانو په یوه رنجر موټر چاودنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او څلور طالبان ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 146831

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146831/

جمهور
  https://www.jomhornews.com