د علي پور د وسلو او مهماتو دوه پټنځایونه کشف شوي

27 جدی 1400 ساعت 9:07

اسلامي امارت وايي، د استخباراتو ځانګړو ځواکونو وردګو ولایت کې د یوه سیمه ییز غیر مسوول وسله وال قوماندان عليپور د وسلو او مهماتو دوه پټنځایونه کشف کړي دي.


اسلامي امارت وايي، د استخباراتو ځانګړو ځواکونو وردګو ولایت کې د یوه سیمه ییز غیر مسوول وسله وال قوماندان عليپور د وسلو او مهماتو دوه پټنځایونه کشف کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اسلامي امارت ویلي، دغه پټنځایونه د وردګو ولایت بهسودو ولسوالۍ کې کشف شوي دي.

د سرچینې په وینا د عليپور له دغه پټنځایونو څخه يوه اندازه سپکې او درنې وسلې، يو پوځي موټرسايکل، کمرې، لاسي بمونه، په زرګونو مرمۍ او مهمات ترلاسه شوي دي.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت مخکې هم د عليپور د وسلو د زېرمو د کشفولو خبر ورکړی و.

عبدالغني عليپور په وردګو کې د هزاره وسله والو یو مشهور قومندان و، چې په ډېرو قانون ماتونو او وژنو تورن و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146843

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146843/

جمهور
  https://www.jomhornews.com