رییس الوزا: هېڅوک تر ۵ زره ډالر پورته له هېواده نه شي وړلی

27 جدی 1400 ساعت 9:33

د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا د حکم پر اساس وروسته له دې هېڅوک تر پنځه زره امریکايي ډالر پورته پیسې له هېواده د ځان سره نه شي وړلی.


د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا د حکم پر اساس وروسته له دې هېڅوک تر پنځه زره امریکايي ډالر پورته پیسې له هېواده د ځان سره نه شي وړلی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل د هوايي ډګر مشر عبدالهادي حمدان وايي، د رییس الوزار حکم به پر ټولو تطبیق کېږي او هېڅوک د سرغړونې حق نه لري.

حمدان وايي چې د طالبانو رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخند د دغه حکم پر اساس، له دې وروسته څوک نشي کولای له ۵ زرو څخه ډېر ډالر له ځان سره بهر ته انتقال کړي.

د اسلامي امارت په نوي حکم کې  دغه اقدام دليل هم بهرنیو هېوادونو ته د پيسو د وړلو او قاچاق مخنيوی ښودل شوی دی.

د یادونې ده، چې د جمهوري نظام پر مهال د پيسو وړلو دغه اندازه ۱۰ زره امريکايي ډالره وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146846

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146846/

جمهور
  https://www.jomhornews.com