د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزار اقتصادي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي امر کړی، چې د کجکي بند لپاره الکترونيکي تجهيزات د په عاجل ډول وپېرل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حنفي دغه لارښوونه پرون یکشنبې د زمري ۲۶ مه په یوه اقتصادي غونډه کې کړې ده.
د ښاغلي حنفي په مشرۍ په دغه اقتصادي غونډه کې د ميوند بانک د تعاملاتو ښه کېدو او پياوړتيا، په فابريکو کې د سيخ ګول وضعيت، د هېواد په بندرونو کې د نفتي موادو د ازموينې لابراتوارونو عصري کولو او د البدر صنعتي کمپلکس د خنډونو په اړه بحث وشو.
د اسلامي امارت عمومي وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې کندهار او هلمند ولايتونو ته د کجکي بند د برېښنا لېږد لپاره الکترونيکي تجهيزات په عاجل ډول ژر تر ژره وپېرل شي.
د مجاهد د معلوماتو له مخې، په کجکي بند کې کار په شدت جريان لري او په راتلونکي وري مياشت کې به د کجکي برېښنا بند د تولید ظرفیت ۱۵۰ميګا واټو ته ارتقا وکړي.
د یادونې ده، څه موده مخکې د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت چارواکو وويل، چې افغانستان به د بریښنا په يوه مهم تولیدي او صادراتي هېواد بدل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د خپلې بریښنا څه باندې ۷۰ سلنه د ګاونډيو هېوادونو له بریښنا څخه تامینوي او طالبان یې له کبله څو ميليارده ډالره پوروړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل