۰
متقي عمران خان ته!

د پاکستان په ګډون د هېڅ هېواد بشري ځواک ته اړتیا نه لرو

دوشنبه ۲۷ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۱
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، افغانستان د پاکستان په ګډون د هېڅ هېواد بشري ځواک ته اړتیا نه لري.
د پاکستان په ګډون د هېڅ هېواد بشري ځواک ته اړتیا نه لرو
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، افغانستان د پاکستان په ګډون د هېڅ هېواد بشري ځواک ته اړتیا نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي دغه څرګندونې له ترکمنستان څخه تر راګرځېدو وروسته هرات ولایت کې خبریالانو ته په خبرو کې کړې دي.

ښاغلي متقي ترکمنستان ته خپل سفر ګټور او له لاس ته راوړنو ډګ بللی او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان څرګندونو ته یې غبرګون ښودلی دی.
 
نوموړي د عمران خان څرګندونو ته غبرګون کې و ویل، چې افغانستان په کافي اندازه مسلکي کادرونه لري او د پاکستان په ګډون د هیڅ هېواد بشري ځواک ته اړتیا نه لري.

د یادونې ده چې عمران خان په خپل وروستي ټویټ کې له خپلې ادارې څخه افغانستان ته د بشري ځواک د لېږلو غوښتنه کړې ده چې د نوموړي دې څرګندونو د افغانانو غوسه راپارولې ده.

د اسلامي امارت عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي و، چې د دوی د پاکستان له پېرزوینې مننه کوي، خو په وینا یې افغانستان په کافي اندازه په هره برخه کې مسلکي کسان لري او د نورو مسلکي کسانو ته اړتیا نه لري.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ډیریو پخوانیو چارواکو ویلي چې عمران خان دې له دې ډول بې مسوولته څرګندونو ډډه وکړي ځکه چې افغانستان د سیمې په کچه بشري قوه لري او په دې برخه کې هیچا ته اړتیا نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي