اسلامي امارت:

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز نه دی تړل شوی

27 جدی 1400 ساعت 10:40

اسلامي امارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د دوی له خوا تړل شوی دی.


اسلامي امارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د دوی له خوا تړل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت مرستیال ویاند احمدالله وثیق پر خپله ټوېټر پاڼه دغه راپورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د یاد مرکز د تړل کېدو راپورونه واقعیت نه لري.

ښاغلي وثیق زیاته کړې، د لویې څارنوالۍ مالي او اداري سرپرست معین مولوي شاه محمد شاهد خلکو ته ډاډ ورکړی چې د نشه یي موادو په وړاندې د مبارزې لپاره عدلي او قضايي مرکز فعال دی او سرپرست هم ورته ټاکل شوی دی.

تر دې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې طالبانو دغه مرکز منحل کړی دی.

د یادونې ده، دغه مرکز په ۱۳۸۴ کال کې د مخدره موادو اړوندو دوسیو د څېړنې او ښکېلو کسانو د محاکمې په هدف ایجاد شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146858

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146858/

جمهور
  https://www.jomhornews.com