روسیې د مقاومت جبهې ته د وسلو د ورکړې راپورونه رد کړل

28 جدی 1400 ساعت 10:17

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګنې دغه هېواد په افغانستان کې د اسلامي امارت پر ضد د مقاومت جبهې ته وسلې ورکړې دي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګنې دغه هېواد په افغانستان کې د اسلامي امارت پر ضد د مقاومت جبهې ته وسلې ورکړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخرووا وايي، دوی پر خواله رسنیو د هغو روسي کارپوهانو چې روسیه له امریکا ډاروي دا ادعاوې، چې ګنې روسیې د افغانستان په پنجشر ولایت کې د مقاومت جبهې ته وسلې ورکړې دي په کلکه ردوي.
 
ماریا زخرووا ټینګار کړی، چې روسیه په هېڅ صورت په افغانستان کې دې دښمنو ډلو تر منځ په وسله والو کولو کې هېڅ ګډون نه درلود او نه به یې هم ولري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې ښکېلو لورو ته د وسلو ورکړه د افغانستان له ثبات سره مرسته نه شي کولي، بلکې پرعکس د افغانانو تر منځ اختلافونه زیاتوي، چې کولی شي داخلي جګړې او قومي اختلافاتو جوړ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 146885

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146885/

جمهور
  https://www.jomhornews.com