اوچا: سخت ژمني افغانستان کې د مرستې رسونې بهیر ستونزمن کړی

28 جدی 1400 ساعت 10:24

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا وايي، په افغانستان کې سختو ورښتونو د مرستې رسونې بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا وايي، په افغانستان کې سختو ورښتونو د مرستې رسونې بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اوچا زیاته کړې، سخت ژمي، ورښتونو او د اړینو امکاناتو نشتون د افغانستان ډېری ولایتونو ته د مرستې رسونې بهیر له ستونزوسر مخ کړی دی.

د سرچینې په وینا همدا اوس د ګڼو ولایتونو په تېره د لرو پرتو ولسوالیو لارې د واورو د ورښت له امله تړل شوې او دوی د مرستو په رسونه کې له ستونزو سره مخ شوي دي.

ملګري ملتونه وایي ښایي د روان وضعیت له امله شاوخوا ۹۷ سلنه افغانان متاثر شي او د ژمي تر پایه لا ډېر خلک بشري مرستو ته اړ شي.

ملګري ملتونه داسې مهال دغه څرګندونې کوی چې تازه په تازه یې له نړیوالو له افغانستان سره د مرستو لپاره د شاوخوا ۵ میلیاردو ډالرو غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146887

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146887/

جمهور
  https://www.jomhornews.com