۰

ناورې د افغانستان له تعلیمي برخې سره مرسته کوي

سی شنبه ۲۸ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۲
د ناورې سفیر او د افغانستان لپاره د ناروې د ولسمشر ځانګړي استازي لینډ من د افغانستان د پوهنې وزارت له چارواکو سره لیدلي دي.
ناورې د افغانستان له تعلیمي برخې سره مرسته کوي
د ناورې سفیر او د افغانستان لپاره د ناروې د ولسمشر ځانګړي استازي لینډ من د افغانستان د پوهنې وزارت له چارواکو سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لیدنه پرون دوشنبې د زمري ۲۷ مه شوې او به کې ناروېژي چارواکو د افغانستان له تعلیمي برخې سره د مرستې ډاډ ورکړی دی.

راپورونه وايي، په دې لیدنه کې په افغانستان کې د زده کړو پر وضعیت او ښوونځيو پر فعالېدو خبرې شوې دي.

د ناروې سفیر ویلي، دوی له افغانستان سره له اوږدو کلونو راهیسې په تعلیمي برخه کې مرستې کوي او د مرستو دوام ته ژمن دي.

په ورته وخت د پوهنې وزارت چارواکو هم د ناروې له دایمي مرستو مننه کړې ده او زیاتوي چې افغانستان د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري او تمه لري چې ناروې هم د تېر په څېر له افغان حکومت سره په تعلیمي برخه کې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي