پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ناورې د سفیر او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي انډرېس لینډ من سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي کرزي او ناورې د سفیر لیدنه نن سه شنبې د زمري ۲۸ مه کابل کې شوې او دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان پر روان وضعیت خبرې اترې کړې دي.
حامد کرزي ویلي، چې ناروې له اوږدو کلونو راهیسې د افغانستان سره مرستې کړې او دوی تمه لري، چې دغه مرستې لا پراخه شي.
په ورته وخت کې د ناروې سفیر هم ویلي، دوی له افغانانو سره ښو اړیکو او له دغه هېواد سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او په دې برخه کې د خپلو هڅو پر پراختیا بوخت دي.
په دې لیدنه کې همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هم ټینګار شوی دی.
د یادونې ده، چې د ناورې سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي د اسلامي امارت د پوهنې وزارت چارواکو سره هم لیدلي او ډاډ یې ورکړي، چې هېواد به یې له افغانستان سره په تعلیمي برخه کې مرستو ته دوام ورکړي.
د پوهنې وزارت چارواکو هم د ناروې له دایمي مرستو مننه کړې ده او زیاتوي چې افغانستان د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري او تمه لري چې ناروې هم د تېر په څېر له افغان حکومت سره په تعلیمي برخه کې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل