۰
رایز ټو پېس نشریه:

افغانستان د نړیوالو پراخو اقتصادي او بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري

سی شنبه ۲۸ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۱
رایز ټو پېس نشریې په یوه مقاله کې د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت ته کتنه کړې وايي، له افغانانو سره د مرستو د دوام د افغانستان او سیمې په ګټه دي.
افغانستان د نړیوالو پراخو اقتصادي او بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري
رایز ټو پېس نشریې په یوه مقاله کې د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت ته کتنه کړې وايي، له افغانانو سره د مرستو د دوام د افغانستان او سیمې په ګټه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مقاله کې ویل شوي، افغانستان د نړیوالو پراخو اقتصادي او بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او د مرستو دا دوام د سیمې او نړۍ په ګټه دی.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان خلک د ښه ژوند لپاره بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او که داسې نه کېږي نو دوی اړ دي چې کډوالۍ ته مخه کړي، د نشه يي توکو کرکېله پيل کړي او په دې توګه نو ټولې سیمې ته خطرونه جوړېدلی شي.

د نشریې په باور کمزوری اقتصاد د نا امنیو له پراختیا سره هم مرسته کولی شي، نو له همدې امله نړیوالو ته په کار ده چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي