د پولیو واکسین کمپاین پیل شو، کابو ۱۰ میلیونه ماشومان به واکسین شي

28 جدی 1400 ساعت 11:09

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق یا یونیسف د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د واکسین نوې دوره پیل کړې ده.


افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق یا یونیسف د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د واکسین نوې دوره پیل کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سازمان وايي، په یاد کمپاین کې به تر پنځه کلنۍ د کم عمر لرونکي ۹.۹ میلیونه افغان ماشومان واکسین شي.

یونیسف په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه کمپاین د روانې جنورۍ میاشتې له ۱۷ (مرغومې۲۷) څخه په افغانستان کې پیل شوی چې تر څلورو ورځو به دوام وکړي.

د سرچینې په وینا څلورو ورځو کې د واکسیناتورانو ټېمونه کور په کور ګرځي تر څو تر پنځه کلني کم عمره ماشومان واکسین کړي.

په خبرپاڼه کې له ټولو افغان کورنیو غوښتنه شوې، چې د پولیو واکسین د تطبیق لپاره باید له واکسیناتورانو سره مرسته وکړي.

یونیسف دغه راز زیاته کړې، چې د ۲۰۲۱ کال د وروستۍ میاشتې په کمپاین کې ۸.۵ میلیون ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شو.

د سرچینې په وینا په وروستي کمپاین کې هغو ماشومانو ته هم واکسین ورسول شو چې تر دامهاله یې واکسین نه شوی.

د یادونې ده، چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په افغانستان کې یوازې د پولیو څلور مثبت پېښې ثبت شوي وې چې څلور واړه یې په کندز او غزني ولایتونو کې وې.

یونیسف په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د استازي داپنګ لوو له قوله ویلي، دوی په ۲۰۲۲ میلادې کال کې په افغانستان کې د ماشومانو د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره ښه فرصت لري.

نوموړي زیاته کړې«دې هدف ته د رسېدو لپاره موږ په ۲۰۲۲ میلادي کال د پولیو پنځه نور کمپاینونه تر سره کوو.»

د ده په وینا، په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره ښه اقدامات تر لاس لاندې نیول شوي دي او په خبره یې دغه پروګرامونه به په روان کال کې پراختیا پيدا کړي.

پر همدې مهال په افغانستان کې د یونیسف استازي الیس اکونګا ویلي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ژمن دی چې تر څو ډاډ تر لاسه کړي چې ټول افغان ماشومان له پولیو او نورو ناروغیو څخه د واکسین له لارې ساتل کیږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146897

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146897/

جمهور
  https://www.jomhornews.com