د پولیسو د یونیفورم او دیني مدرسو د فارغانو د رتبو د تثبیت طرحې تصویب شوې

28 جدی 1400 ساعت 11:25

د افغانستان د اسلامي امارت کابینې د پولیسو د یونیفورم او دیني مدرسو د فارغانو د رتبو د تثبیت طرحې تصویب کړې دي.


د افغانستان د اسلامي امارت کابینې د پولیسو د یونیفورم او دیني مدرسو د فارغانو د رتبو د تثبیت طرحې تصویب کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني وايي، پرون د رییس الوزار په مشرۍ د کابینې ۱۹ مه غونډه جوړه شوه.
نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دغه غونډه کې کابینې د دیني مدرسو د فارغانو د رتبو ارزونې پلاوي طرحه تایید کړه او دغه راز یې د علوم اکاډمۍ د مشر شیخ فرید الدین محمود په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د ارشاد او دعوت د ریاستونو د ارزونې او نصاب لپاره وټاکه.

دغه راز سمنګاني زیاته کړې، چې په یاده غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت هغه غوښتنه چې د ګازو د پلور د دواطلبۍ په اړه وه هم تصویب او اقتصادي کمېسیون ته یې دنده وسپاله تر څو د بهرنیو شرکتونو سره چې په دې برخه کې پانګونې ته لېواله دي، د قراردادونو په اړه هر اړخیزه ارزونې وکړي او د کابینې بلې غونډې ته یې وړاندې کړي.

دی وایي، همدارنګه په کابینه کې د ازبکستان – پېښور تر منځ ریل ګاډي پټلۍ د سروې په اړه هم خبرې او پرېکړه یې وکړه، چې د دغه پروژې چارې باید په نېږدې راتلونکې کې پیل شي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند زیاته کړې، دغه راز کابینې د کورنیو چارو وزارت له خوا پولیسو ته د انتخاب کړی یونیفورم طرحه په لږ بدلون سره تصویب کړه.

همدارنګه په کابینه کې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ته دنده ورکړل شوې، تر څو له برېښنا شرکت، افغان پست، افغان ټلیکام او نورو شرکتونو څخه د دولتي ادارو پورونه وڅېړي او حل لاره یې د کابینې بلې غونډې ته وړاندې کړي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې، چې په کابینه کې په ځينو نورو اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو هم خبرې اترې او پرېکړې وشوې، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 146902

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146902/

جمهور
  https://www.jomhornews.com