میرویس اشرف رسمآ د کرکټ بورډ رییس وټاکل شو

28 جدی 1400 ساعت 12:24

د افغانستان د ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی میرویس اشرف په رسمي ټول د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رییس وټاکل شو.


د افغانستان د ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی میرویس اشرف په رسمي ټول د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رییس وټاکل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې میرویس اشرف چې تر اوسه د سرپرست رییس په توګه کار کاوه، پرون دوشنبې د زمري ۲۷ مه د بورډ د غړو د رایو په ورکړې سره په رسمي ډول د کرکټ بورډ ریس وټاکل شو.
 
د یادونې ده، چې میرویس اشرف ځوان، د کرېکټ لوبغاړی او په انګریزي او ملي ژبو پوه ، تکړه او دروند انسان دی.

د ښاغلي اشرف ټاکنه په خواله رسنیو او دغه راز د یو شمېر افغان لوبغاړو له خوا هم ستایل شوې او تمه یې ښودلې، چې د ښاغلي اشرف په ټاکل کېدو سره به کرکټ بورډ کې د پام وړ اصلاحات او پرمختګونه راشي او ستونزې به حل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146907

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146907/

جمهور
  https://www.jomhornews.com